امنیت

يو تروريست په کابل کې ووژل شو

کابل / دلړم ٤مه / باختر
يو وسله وال تروريست د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې له پوليسو سره په نښته کې  ووژل شو.
پوليسو پر هغه په داسې حال کې ډزې وکړې چې غوښتل يې د پوليسو يو افسر ترور کړي او له دغه ډار اچوونکي څخه دوه کلاشينکوفونه، يو موتر او پوځي تجهيزات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د سړي تښتوونکو يو مشر د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې ونيول شو.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته