(PS)خبرونه(PS)امنیت

جوزجان کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

 کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د جوزجان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د شبرغان ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې ۳ تنه د خلکو د ګواښلو او غلا په تور نیولي دي.

د نوموړي په وینا، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي، چې وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا