ټولنه

په بدخشان کې سلګونه نيالګي کېنول شول

کابل / دکب  ٢٥مه / باختر :
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست منسوبينو پرون په دغه ولايت کې سلګونه نيالګي  کېنول.
د بدخشان  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغه پروګرام هدف  د هوا د ککړتيا مخنيوى او د سمسور چاپيريال  جوړول دي.
هغه وويل چې د دغه پروګرام له لارې څه دپاسه پنځه سوه مېوه لرونکي او ډولي نيالګي په فيض اباد ښار کې کېنول شول او په دغه ولايت کې د نيالګيو کېنولو کمپاين دوام لري.
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته