امنیت

په سرپل کې د څلورو تنو تښتول شويو قاضيانو د خلاصون لپاره هلې ځلې

کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه : د سرپل ولايت امنيتي مسوولان وايي چې؛ په دغه ولايت کې د څلورو تنو تښتول شويو قاضيانو د خلاصون لپاره هڅې پيل شوي دي . د سرپل ولايت د استيناف محکمې دغه څلور تنه قاضيان دوه ورځې مخکې د سرپل ، شبرغان دلوي لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول . د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوي باختراژانس ته وويل هڅه او هاند کېږي چې د سيمې د مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب تښتول شوي قاضيان د طالبانو له بند څخه ازاد شي . ده څرګنده کړه چې؛ دهغوى د خلاصون لپاره به له هر ډول امکاناتو څخه کار واخېستل شي . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته