اقتصاد

افغانستان ته دايران دزعفرانو قاچاق، دهرات دزعفرانو په بيې منفي اغيزه کړې ده

کابل باختر د زمري  څوارلسمه
هرات ولايت ته دايران دبې کيفته  زعفرانو غيرقانوني واردولو قاچاق دمسوولينو دانديښنې سبب شوى دى .
دغه مسوولين وايي چې له ايران څخه دزعفرانو غيرقانوني واردول دافغانستان دزعفرانو په بيې   منفي اغيزې  کړې دي .
دکرنې او اوبو لګولو وزير دهرات ولايت ته دسفر  په بهير کې  وويل له ګاونډي  هېواد څخه دزعفرانو غيرقانوني واردول نه يواځې دزعفرانو په بيې  ناوړه اغيزه کوي . بلکې  په نړيوالو بازارونوکې زموږ دزعفرانو نوم او کيفيت  ته زيان رسوي .  ده وويل کله چې کابل ته لاړ شم  کابينې ته وړانديز  کوم چې دزعفرانو واردات په بشپړه توګه بند شي .
تراوسه پورې  مشخصه نه ده چې دايران څومره  زعفران په غيرقانوني ډول دهرات ولايت ته واردشوي .
دهرات ولايت سيمه ئيز  مسوولين وايي چې دهند او چين په هېوادونوکې دافغانستان دزعفرانو دګمرکي محصول   دمعافولو په دليل   يوشمير کسان او افغاني ټولنې  هلې ځلې کوي  چې  دخپلو ګټو تامينولو لپاره دايران زعفران دافغانستان له لارې نړيوالو بازارونو ته صادر کړي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي وايي چې دغه مسئله  په دغه ولايت کې دزعفرانو دبيې دکمښت سبب شوى دى .
ده زياته کړه زعفران په بېلابېلو  ډولونودقاچاقو اويا درسمي بندرونو له لارې وارد کړي دي او موږ هم خپلو سرحدي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې افغانستان ته دزعفرانو د واردولو مخه ونيسي .
هرات ولايت ته په غير قانوني ډول دايران د زعفرانو واردول په دغه ولايت کې دزعفرانو دکروند ګرو دجدي انديښنې سبب شوى دى .
دافغانستان زعفران ښه نړيوال  نوم او مقام لري .  او دهرات زعفران درې ځلې په نړۍ کې  لومړى مقام ګټلى دى .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته