خبرونهښوونه او روزنه

جینوا کال موسسه په تحصیلي برخو کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري کوي

کابل، د زمری ۱۷ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د جینوا کال موسسې د آسیايي هېوادونو د برخې له رئیسې سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د جینوا کال موسسې د آسیايي هېوادونو د برخې رئیسې ماري لوکين د خپل ملګري هيئت په استازيتوب په تحصیلي برخه کې د لوړو زده کړو له وزارت سره خپله همکاري څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د یوې کاري کمېټې پر جوړولو او د هوکړه لیک په لاس لیک کولو ټينګار وکړ.

دغه راز په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغې موسسې له فعالیتونو او همکارۍ قدرداني وکړه او د کاري کمېټې د جوړولو او د هوکړه لیک د برابرولو او لاس لیک کولو ډاډ یې ورکړ.

هغه وویل چې افغانستان نوی له جګړې څخه راوتلی او ټولو ته لازمه ده چې د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې افغانانو ته په هېواد او بهر کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې جینوا کال یوه سویسي موسسه ده چې له شلو کلونو را په دې خوا د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د نړیوالو قوانینو له مخې د بشردوستۍ په برخه کې فعالیت کوي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا