ورزش

په پنجشېر کې د فوټبال د غوره لیګ د انتخابولو لپاره سیالي وشوه

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د پنجشېر د غوره لیګ د انتخابولو لپاره د فوټبال ټیمونو ترمنځ سیالي د دغه ولایت په مرکز بازارک کې ترسره شوه.
د پنجشېر د فوټبال فدراسیون مسوول نوراحمد احمدي وویل چې دغه سیالۍ نن سهار د عنابې او د پنجشېر د پېروزي د ټیمونو په لوبې سره د مارشال محمد قسیم فهیم په ورزشي لوبغالي کې پرانيستل شوې او موخه یې د پنجشېر منتخب ټیم ته د غوره څېرو انتخابول دي.
هغه وویل چې د دغو سیالیو په پرانيستلو کې سیمه یيز مسوولينو هم ګډون لاره.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته