روغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس هېڅ اخته کس نه دى مړ شوى

 کابل / د زمري ٣١مه / باختر
په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۳ نوې پېښې ثبت شوې دي او په دغه ویروس هېڅ اخته کس نه دى مړ شوى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ویروس د ۲۰۷ مشکوکو پېښو له جملې څخه ۳۳ يې مثبتې وې چې د دغو پېښو په ثبت سره، په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۷ زرو۸۹۴ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په همدې موده کې په کرونا ویروس ۳۳۵ اخته کسان روغ شوي دي چې د روغ شویو کسانو شمېر۲۷ زرو ۹۹۰ ته او دغه راز د مړه شويو کسانو شمېر يو زرو ۳۸۵ ته ورسېد.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته