امنیت

يوه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژل شوه

شبرغان  باختر دغويي دمياشتې  ٣٠ :
په جوزجان و لايت کې يوه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژل شوه.
د جوزجان ولايت دوالي وياند مل پاسوال محمدرضا غفوري باخترآژانس ته وويل :يوه   ميرمن پرون  د جوزجان   ولايت   په خانقـــا  ولسوالۍ کې  دخپل ميړه له خوا  ووژل شوه .
غفوري وويل: ددغې ميرمنې خاوند ځان ا منيتي ځواکونو ته تسليم کړى دى  او  وايي چې ميرمن يې له يوبل سړي سره  نامشروع اړيکې لرلې، له  دې امله  هغه يې وژلې ده.
دجوزجان  دوالي وياند وويل:  د يوې بلې ښځې  مړي  يې د جوزجان ولايت دمرجان ولسوالۍ په يوه کرونده کې ترلاسه کړى دى.
خبرځاى  زياته کړه  دعدلي طب  مسوولينو ويلي دي دغه ښځه  زندۍ او وژل شوې  ده.
ددغې ميرمنې دوژلو علت معلوم نه دى  خو دښځو دشورا مسوولينو ويلي دي   چې ددغې ميرمنې وژنه کورنۍ تاوتريخوالى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته