سیاست

جمهور رئیس غني د شاهین‎ اسمایي او د میوند اتلان ټیمونو ورزشکاران وستایل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د هېواد د فوټبال رهبري غړو او د شاهین ‎اسمایي او د میوند اتلان ټیمونو له ورزشکارانو سره وکتل او د شاهین اسمایي ټیم د اتلولۍ مبارکي یي ورته وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان د فوټبال فني مرستیال محمد یوسف کارګر د هيواد د فوټبال فدراسیون په استازیتوب ورزش په ځانګړي ډول د فوټبال ودې ته د جمهور رئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه او قدرداني وکړه.
هغه وویل: د هېواد د فوټبال ورزشکارانو په ملي او بین المللي سیالیوکې په ځلېدو سره وکولی شول چې سترې لاسته راوړنې ولري او نړیوالو ته د افغانستان نوې څېره ور وښیي چې دا ټول ستاسې د ملاتړ او مدبرانه مدیریت له برکته دی.
کارګر وویل، د افغانستان غوره لیګ له اتو ټیمونو جوړ شوی چې د هېواد له اتو زونونو انتخاب شوي او دغه لیګ د یو ملت یو غږ او پیوستون، یووالي، صمیمیت او دوستۍ شعار څخه جوړ دی.
د افغانستان د فوټبال فني مرستیال د فوټبال ورزش په پرمختګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه په وروستیو څو لسیزوکې لومړۍ ځل دی چې د هېواد د فوټبال سیالۍ په بین المللي معیارونو د شپې ترسره کېږي او له دې وروسته ورزشکاران اړ نه دي چې د تمرین لپاره د نورو هېوادونو لوبغالي کرایه کړي.
د شاهین اسمایي ټیم کپتان سیدمحمد هاشمي او د میوند اتلانو ټیم کپتان فیض محمد فیضي د خبرو پرمهال د فوټبال لوبغاړو ته د هېواد د جمهور رئیس د ملاتړ او هڅونې قدرداني وکړه.
هغوی وویل، زموږ لوبغاړي د دې ترڅنګ چې افغانستان ته یې سترې لاسته راوړنې راوړي، ځینې ستونزې هم لري او همدا راز د ورزشکارانو اقتصادي ستونزو ته د رسیدګۍ غوښتنه یې هم کړه.
ویناوالو په ټینګار وویل، ورزش او زموږ لاسته راوړنې د افغانستان دښمنانو ته واضح پیغام لري او ډاډ یې ورکړ چې په عالي روحیې به افغانستان ته لوی لاسته راوړنې وګټي.
وروسته جمهوررئیس غني، د افغانستان غوره لیګ سیالیو فاینل ټیمونو ته د مبارکۍ ترڅنګ د غوره لیګ ترسره کوونکو، د فوټبال له فدراسیون او ورزشکارانوڅخه د دغې لاسته راوړنې له امله قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د فوټبال لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: تاسې د نوي او راتلونکو نسلونو مثبته بېلګه یاست او د تېرې شپې وروستۍ سیالۍ د ملت هغه اراده ده چې هیڅ وخت ګواښ ته نه تسلیمېږي. هغه زیاته کړه، ستاسو تحرک او ورزش نورو ځوانانو ته هم زمینه برابروي چې ورزش ته مخه کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، دولت د هېواد ورزش په ځانګړې توګه د فوټبال هراړخیز ملاتړ کوي او په وروسیتو څو کلونوکې یې د افغانستان فوټبال پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
هغه زیاته کړه، د هېواد ورزش ملي برنامې ته اړتیا لري او په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید د ورزش پنځه کلن پلان په اړه پایلې ته ورسېږو.
جمهوررئیس غني په اسیایي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د شاهین اسمایي ټیم د ګډون په اړه خوښي څرګند کړه ويې ویل: حکومت تیار دی چې د فوټبال ورزشکارانو ته د ترکمنستان اسیایي سیالیو په څېر په اسیایي سیالیو کې د ګډون تدابیر او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د ملي ټیم لوبغاړي چې د افغانستان په استازیتوب په ملي او بین المللي سیالیو کې ګډون کوي، باید ځانګړی یونیفورم ولري. هغه ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو درې کلونو پورې به د هېواد د فوټبال ورزشکارانو ته ۱۰۰ بورسونه ورکړل شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټاکنې باید د افرادو او ډلو له لاسوهنې پرته، په شفافه توګه او د فیفا د بین المللي مقرراتو پر بنسټ ترسره شي. هغه وویل، د هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونوکې باید بېرته د ورزشي فعالیتونو زمینه برابره شي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د هېواد په ټولو ولسوالیوکې به ورزشي مجتمع جوړې شي او په هره ولسوالۍ کې باید د ورزش ودې لپاره تخنیکي کسان حضور ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته