ټولنه

په لوګر کې د يوې ديني مدرسې ودانۍ جوړيږي

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٦ مه
په لوګر ولايت کې نن د يوې ديني مدرسې د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپورعرب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې  د حضرت يحيی ديني مدرسه د دغه ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د ۱۳ ميليونو افغانيو په لګښت د دولت له بودجې څخه په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
ده وويل: په دې ودانۍ کې اته درسي او دوه اداري خونې، د څښاک د اوبو یوه څا او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
په اوس وخت کې د حضرت يحيی مدرسې زده کوونکي په کرايي کورکې په زده کړې بوخت دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند وايي: د لوګر ولايت په کچه  په ۲۹ ديني مدرسو او  دارالحفاظو کې څه دپاسه درې زره تنه نجونې او هلکان په زده کړې بوخت دي، خو ۲۵ مدرسې او دارالحفاظونه تر اوسه پورې ودانۍ نلري.
پاى ذکرالله 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته