سیاست

جمهوررييس حامدکرزي دبريتانيا دنړيوالي پرمختيا له وزيرې سره وکتل

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي دبريتانيا دنړيوالې پرمختيا له وزيرې ميرمن جستن ګرينينګ  سره وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ  کې وشوه دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو ، له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره دبريتانيا دهمکاريو ددوام اودمسووليتونو دليږدونې په باب خبرې وکړې.
دبريتانيا دنړيوالې پرمختيا وزيرې په دې باب دټينګار په ترڅ کې  چې دبريتانيا زياتې مرستې به دافغانستان دحکومت له لارې  ولګول شي وويل ، چې هيواد يې له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره  په خپل ملاتړ ژمن دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي په دې بيان سره  چې برتيانيا دملکي خدمتونوپه برخه کې ښيې تجربې لري او  کيداي شي  دافغانستان لپاره ښه الګو وي  دملکي خدمتونو اودغه راز دپوهنې اودلوړو زده کړو په برخو کې  له افغانستان سره  ددغه هيواد دهمکاري غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دتوکيو په کنفرانس کې دنړيوالې ټولنې دژمنو اودهغو
پرمختياو  په باب  چې په دې اړوند رامنځته شوي دي هم خبرې وشوې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته