امنیت

په غور کې شپږ تنه تښتول شوي کسان ازاد شول .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
په غور ولايت کې سيمه ئيز مقامات  دهغو شپږو تنو دازادولو خبر ورکړ چې دداعش له خوا تښتول شوي و .
  دغور دسيمه ئيزو مقاماتو دخبر له مخې دغه کسان دداعشيانو له خوا له دريو اوونيو بند  وروسته ازاد شول .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبې باختراژانس ته خبرورکړ دغه کسان دملي امنيت دځواکونو له عملياتو او دقومي مشرانو له منځګړيتوب وروسته له داعشيانو څخه ازاد شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ددغو کسانو  روغتيايي حالت ښه دى
ديادونې وړ ده چې درې  اوونۍ مخکې او غور ولايت ته دهېواد د جمهور رييس له سفر وروسته دداعش د ډلې افرادو شپږ تنه ملکي وګړي  دغور ولايت مرکز ته څيرمه دشهر کوه له کلي څخه تښتولې وو .
دغه راز داعشيانو له دغو شپږو  تنو سره پنځه سوه څاروي  هم له ځان سره بيولي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته