ورزش

دجامي ټيم دازاده ګانو ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د وري څلورمه :
دهرات دفوټسال  دغوره ليک  دتيمونو سياليو پرون مازيګر  په دريو لوبو سره  دوام وکړ .   دهرات ولايت دوزرشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل ، په لومړي  لوبه کې دجامي ټيم ددوو په وړاندې په دريو سره دازاده ګانو ټيم ته ماتې ورکړه  په دويمه لوبه  کې  دانصاري ټيم ددوو په وړاندې په شپږو سره داريانا پرټيم بريالى شو او په وروستي  لوبه کې دميوند او متحد ټيمونو لوبه په پنځو پنځو ګولونوسره برابره پاى ته ورسوله   دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام کې سبا به د ال- جي ټيم  دمتحد له ټيم او جامي ټيم دکوهستان له ټيم او ميلاد ټيم دشهيد بلخي له ټيم سره لوبې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته