سیاست

حامدکرزي : باور لرم دوديزه لويه جرګه داسې مشوري ورکړي چې موږ ته دلارښوونې حيثيت ولري

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په خپلې راديويي وينا کې ددوديزي لويي جرګي تاريخي ارزښت سره تماس ونيو او هيله يې وکړه چې داوسني دوديزي لويې جرګي مشوري دهيواد په طرحه شويو مسلو کې دلارښوونې حيثيت ولري .

ګرانو هيوادوالو ، درنو خويندو او وروڼو

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

ډيرډير خوشحاله يم چې دالله تعالي په استعانت اودخپلو خلکو په بشپړه همکاري يوه بله عنعنوي لويه جرګه جوړه کړه چې دچهارشنبې په ورځ افتتاح شوه اوپه دې توګه يوځل بيا زموږ ملت دخپلو پلرونو او نيکونو په لاره پل کېښوداوتاريخي عنعنه مو بيا وپارل.

جرګه دافغانستتان دتاريخ يوه باوري داعتماد وړ اوبې نظيره عنعنه ده چې په نړۍ کې يې مثال نشته زموږ دهيواد خلکو تل دتاريخ په ډيرو مهمو اوحساسو شيبو کې پرځينو ملي مملکتي اودخلکو لپاره سرنوشت سازه مسايلو دبحث اومشوري لپاره لويه جرګي رابللي دي اودلويو جرګو دپريکړو اومشورو پراساس يې هيواد ته دورپيښو مشکلات اومسايلو دحل لاره پيداکړې ده.

ګرانو هيوادوالو !

په دې لويه جرګه کې دهيواد هرولايت معززو ، ديني علماو اوروحانينو داقوامو سپين ږيرو دملي شورا غړو ميرمنو دمدني ټولنې غړو سياسي ، اجتماعي اوعلمي شخصيتونو دپوهنتونونو استادانو ، ښوونکو فرهنګيانو او دنورو اجتماعي اقشارو صنفونو نماينده ګانو گډون کړي دي.

خويندو او وروڼو !

نن بياهم زموږ هيواد دتاريخ دخپل ملي سياست اساسي خطوط داسې عيار کړي دي چې دټولو دمخه موږ دخپلي ملي ګټې پکې دي دنورو دملي ګټو احترام کوو اوهيچاته دا اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاوري او زموږ له رابطي په استفادي دنورو ګټې زيانمني کړي هيله لرم چې عنعنوي لويي جرګي دغونډونتيجه زموږ: دخلکو په خير اوښيگڼه وي .

دافغانستان خلک دجرګي نتايجو ته سترګي په لاره دي زه باور لرم چې عنعنوي لويه جرګه به دافغانستان عالي مصالحو اوملي ګټو ته په پام داسې مشوري راکړي چې په همدغو خاصو مواردو کې به موږ ته دلارښود حيثيت ولري دجرګي بري دڅښتن تعالي له درباره غواړم په مخه مو ښه ښاد او اباد اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته