سیاست

د تګاب مشران: د تګاب په ولسوالۍ کې دې د شپې عملیات بند شي

کابل- باختر د جوزا دمياشتې ٧:
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په دغې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
د جمهور رييس د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، مسکین یار او د کاپیسا ولایت د ولایتي شورا رئیس حسین سنجري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل چې په دوامداره توګه د بهرنیو ځواکونو له خوا د تګاب ولسوالۍ د بې ګناه اوسیدونکو پر کورونو باندې د شپې له خوا چاپې اچول کیږي چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه خلک وژل کیږي.
دوی د هېواد له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د بهرنیو ځواکونو له خوا دې د دغې ولسوالۍ د خلکو پر کورونو باندې چاپو اچولو ته د پای ټکی کیښودل شي.
د تګاب مشرانو زیاته کړه که چیرې زموږ پر ولسوالۍ باندې د بهرنیانو چاپې بندې شي، موږ به د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري لا زیاته کړو.
حامدکرزي د تګاب د مشرانو د خبرو له اوریدو وروسته وویل: " د شپې عملیات په افغانستان کې د یولوی ناورین سبب شوي دي او زما او د بهرنیانو ترمنځ شخړه هم د دغو عملیاتو او د ملکي تلفاتو پر سر رامنځته شوه.   "
د هېواد جمهوررئیس دوی ته ډاډ ورکړ لکه څنګه چې د هېواد په نورو سیموکې د شپنيو عملیاتو په بند ولوکې ښه والى راغلی دی، په همدې ډول به د تګاب په ولسوالۍ کې هم د دغو عملیاتو په بندولوکې جدي اقدامات وکړي.
حامدکرزي په تګاب کې ناامنیو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په هېوادکې د امن ټینګښت هم د دولت او هم د ملت مسوولیت دی، له دې امله هڅه وکړی چې د هېواد له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ کې په خپله سیمه کې د ناامنۍ عوامل له منځه یوسۍ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته