امنیت

دافغانستان په لويديځ کې دوسله وال پوځ په ليکو کې دخدمت لپاره دزرو تنو علاقمند دځوانانو دپوځي تعليماتو پيل .

کابل باختر د ثور  څليرويشتمه :
دوسله وال پوځ په ليکو کې دخدمت لپاره دکابو زرو تنو علاقمند دځوانانو نظامي تعليمات نن دظفر قول اردو په ساحوي  تعليمي مرکز کې پيل شول .
  دملي اردو څه ناڅه زر تنه  نوي سرتيري به دراتلوونکو دوو مياشتو په بهير کې  دکورنيو تکړه ښوونکو تر نظر لاندې مسلکي زده کړې وکړي .
د ٢٠٧ظفر  قول اردو سرپرست جنرال نيکپي دنويو سرتيرو دمقدسې دندې دپيل له امله  مبارکي وويله اوزياته يې کړه دافغانستان ملي   اردو ديو معتبر اوخلکو ته دخدمتګارامنيتي سکتور په توګه خپل هويت تثبيت کړى دى او دپراختيا او ودې په حال کې ده .
  ديادونې وړ ده چې دا دوه ديرشم روزنيز کنډک دى چې د ظفر قول اردو دتعليمي مرکز دفعاليت له پيل   څخه يې کار پيل کړى دى .
په دې  مرکز کې نوي سرتيري دمادي امتيازاتو په ترلاسه کولو سربيره دتعليمي فرهنګي عقيدتي او دمسلکي  خدمتونو ترپوښښ لاندې نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته