امنیت

په زابل کې دځانمرګي بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
په زابل  ولايت کې تيره شپه دځانمرګي بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول
ځانمرګي بريد هغه وخت ترسره شو چې امنيتي ځواکونو دقلات ښار ته په چاوديدونکو توکوبار موټر سره دځانمرګو يرغلګرو دننوتو مخه ونيوله .
  دزابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى دباختراژانس خبريال ته وويل په چاوديدونکو توکوبار يو موټر چې غوښتل يې دزابل ولايت دمرکز قلات ښار ته ننوځي دتيوري ولسوالۍ په عمومي سړک کې دامنيتي ځواکونو له خوا ددريدو امر وشو چې له امله يې ځانمرګي يرغلګر  په  ځانمرګي واسکت سمبال و ځان وچاوه  چې له امله يې دوه تنه پوليسان  شهيدان شول .
يوه اړونده خبر ځاى وويل  په چاوديدونکو توکو بار موټر دامنيتي ځواکونو له خوا دزابل ولايت امنيه قوماندانۍ ته وليږدول شو او چاوديدونکي  توکي يې شنډ کړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته