امنیت

په هلمند کې ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

لښکر ګاه باختر د لړم ۲۱ مه
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په شرارفت بازار، شمشېر کمپ او د فقیر کلي په سیمو کې ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو زندان یې هم له منځه وړل شوی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک باختر آژانس ته وویل چې یاد عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات، چاودیدونکي توکي او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته