امنیت

دملي امنيت موظفينو په غزني کې دڅوترورستي پيښو مخه ونيوله

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دملي امنيت دادارې موظفينو په غزني ولايت کې ديوې زياتې اندازې چاوديدونکو توکوپه کشفولو سره دڅوترورستي پيښو مخه ونيوله.
دباختراژانس دخبرله مخې،  دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ددغې ادارې  موظفينو دجلاجلا عملياتو په بهيرکې اته بوشکې چاوديدونکي توکي  ، يوه اندازه نقره يي محلول  چې دماينونو په جوړولو کې کارول کيږي ،. درې مخابرې اويوه اندازه مهمات او دچوولو وسايل چې دځانمرګو بريدونو، چاودنو او ورانکارو عملونو کې کارول کيدل داندړو ولسوالۍ  اودغزني ښار ددويمې  ناحيي په مربوطاتو کې دترورستانو له څوپټنځايونو څخه کشف اوترلاسه شوي دي.
ددغو  چاوديدونکو توکو په کشفولو سره په غزني ولايت کې دطالبانو دډلې  دڅو ترورستي اوورانکارو فعاليتونو مخه ونيول شوه.
په خبرپاڼه کې  ددغو توکو دعاملينو په باب څه نه دي ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته