فرهنګ

دعدالت غوښتنې او عامه پوهاوي دکاري ډلې غونډه جوړه شوه.

کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر:
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعين فاضل  سانچارکي  په مشرى ،  دافغانستان دخوراکي امنيت او تغذيې دملي اجندا په چوکاټ کې  دعدالت غوښتنې اوعامه پوهاوي  دکاري ډلې غونډه نن جوړه شوه
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې لومړى دتېرې غونډې په پريکړو  يوه کتنه وشوه اودعدالت غوښتنې  اوعامه پوهاوي دکاري ډلې غړو په مشخصو  برخو کې دخپلو کړنوپه اړوند څرګندونې  وړاندې کړې .
وروسته دکرونا  ويروس په وړاندې  دوقايع  دارزښت  په دې اړوند دپوهاوي ورکونې اوله بهر  څخه ددغه ويروس  دلېږدونې دمخنيوي په مقصد دهېواد په هوايي ډګرونو کې دجدي ساتنيزو تدبيرونو ،دحج اواوقافو وزارت په واسطه دخوراکي امنيت او تغذيې  په باب دديني  جزونو دويش   اودجمعې دلمانځه دخطبو د وړاندې کولو په وخت کې دهغو دتعقيبولو او ګټې اخستنې ، دافغانستان دخوراکي رژيم دملي  لارښودو دخپرولو او رواجولو او افغانستان ته دزړو او بې کيفته  چرګانو دوارداتو دمخنيوي ،دهغو دزيانونوپه اړوند دپوهاوي ورکونې  او د زړو اوبې کيفته چرګانو دغوښې دنه کارولو په اړوند خبرې وشوې .
دغه راز دډلې غړو ددغو مواردو په اړوند خپلې نظريې  او وړانديزونه څرګند کړل او په غونډه کې  ددغو مواردو په تعقيبولو بانډې ټينګار وشو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته