امنیت

دوه تنه تروريستان د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢١
دوه تنه تروريستان د ملي امنيت د ځواکونوله خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول.
دقندهار ولايت دملي امنيت د رياست يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه کسان چې د قندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ او د هلمند ولايت اصلي اوسيدونکي دي؛ د ملي امنيت د ځواکونو له خوا د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې په زياترو تروريستي بريدونو، په واټ کې د ماينونو په ښخولو او د دولتي کارکوونکو په وژنه کې يې فعال ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته