ټولنه

په لوګر کې اورلګيدني زيات مالي تاوانونه واړول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٠ :
  په لوګر ولايت کې تيره شپه د اورلګيدنې له امله دلرګيو دپلورنې اودترکاڼۍ  يوولس  دوکانونه زيانمن شوي دي.
د لوګر  د والي وياند دين محمد درويش د باخترآژانس خبريال ته وويل : اور د لوګر ولايت   په مرکز پل علم ښارکې  د لرګيو د پلورنې او د ترکاڼۍ په ساحه کې ولګيد چې د سهار تر پنځه نيمو بجوپورې يې  دوام درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، د دغې اور لګيدنې علت معلوم نه دى  خو د پيښې د څيړنې په مقصد يو هيئت  گومارل شوى دى.
درويش  زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې  اورلګيدنې له امله  د اوښتي زيان کچه معلومه نه ده .
يو دوکاندار عبدالصبور وايي   چې زمادوکان په بشپړه توګه سوځيدلي دي او ماته د څه  د پاسه پنځه سوه زرو افغانيو تاوان اوښتي دي .
ده زياته کړه چې امنيتي ارګانونو د دغي پيښې په پيل کې  په کار لاس پورې نه کړ چې اورکنترول کړي  خو امنيتي مقاماتو تراوسه پورې د خپلو کړنو په اړوند څه نه دي ويلي او څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته