کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١
دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخستلو مراسم نن په نيمروز ولايت کې پرځاى شول.
په دغو مراسمو کې چې دنيمروز ولايت دملکي او نظامي ادارو دمسوولينو له خوا د زرنج ښار دخاتم النبيين په جامع جومات کې پرځاى شول دنيمروز ولايت په سل ګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړي و.
دنيمروز والي اميرمحمد اخوند زاده د ارواښاد مارشال فهيم د ژوند ليک او په څه دپاسه تيرو دريو لسيزو کې دهيواد په قضيو کې دهغه د رول په باب خبرې وکړې او د ده مړينه يې دهيواد په اوسنيو نازکو شرايطو کې يوه ستره ضايعه وبلله.
2 د یوې دقیقې څخه لږ