واشنګتن باختر د سلواغې درې ويشتمه :
دامريکا دسي ان ان خبري شبکې ددغه هيواد په ختيځ ښار هيل چيل کې ددريوتنومسلمانو محصلانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
په دغو دريو تنوکې دوه ښځې يو نارينه شامل دي او ديوې کورنۍ غړي و چې داستوګنې په يوه اپارتمان کې په ډزو سره وژل شوي دي .
يو وژل شوى دشمالي کارولينا پوهنتون دغاښونو دطب دپوهنځي ددويم کال محصل و چې په ترکيه کې دسوريې د پناه غوښتوونکو ددرملنې لپاره دمالي مرستې د راټولولو لپاره يې هلې ځلې کولې .
ددغو کسانو قاتل يوشپږ څلويښت کلن سړى کرايک استيفان هيکس دى چې دچارشنبې په شپه ددغه جنايت له ترسره کولو وروسته يې ځان پوليسوته معرفي کړه .
تراوسه پورې ددغو ډزو انګيزه نه ده مشخصه شوې خو په ټولنيزو شبکو کې ددغو وژنو دمذهبي والي د انګيزې په باب خبرې پيل شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل