نړۍ

د بوکو حرام د ډلې له خوا په نايجريا کې د ٨٠ تنو يو مخيزه وژنه

ابوجا ډان  باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د بوکو حرام ډلې ٨٠ تنه په نايجرياکې په ډله ييزه توګه ووژل .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : 
د بوکو حرام ياغيانو دغه کسان د روانې اوونۍ په لومړيو وختوکې د نايجريا د شمال په  دريو کليوکې ووژل.
ويل کيږي؛ دغه وژنه د دغې ډلې د شپږ کلن فعاليت په بهيرکې د بوکو حرام دډلې  يوه ډيره خونړۍ وژنه او بريد دى.
د سيمې د خلکو دڅرګندونوله مخې: ددغې ډلې ياغيانو د لمانځه د اداکولو په وخت کې  جوماتونو او کليو ته په ننوتو سره په خلکو ډزې کړې دي  .
دبوکو حرام ډلې چې دنايجريا په شمال کې داسلامي حکومت د جوړولو ادعا کوي؛ په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې  ١٥  زره تنه وژلي او څه دپاسه يو نيم مليون تنه نور يې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته