سیاست

د مشرانوجرګې لومړي نايب د يو شمېر ولايتونو د ولايتي شوراګانو له رييسانو او غړو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن د خپل كار په دفتركې د پنجشير، لغمان، ميدان وردګو او د كاپيسا د ولايتونو د ولايتي شوراګانو له يو شمېر رييسانو او غړو سره وكتل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې كتنه كې دوي د خپلو كړنو په اړه د معلوماتو د وړاندې كولو ترڅنګ د ولايتي شوراګانو د نظارتي واكونو د لرې كولو په اړه د ولايتي شوراګانو د قانون په طرحه كې د ولسي جرګې په تعديل نيوكه وكړه، ويې ويل: په هغه صورت كې چې دغه شورا په اړوندو ولايتونو كې د څارنې واكونه ونه لري ، د دوى رول به د خلكو د انتخابي غړو په توګه بې مانا وي او غوښتنه يې وكړه چې په سنا مجلس كې د دې قانون د تعديلونو په اړه د بحث په وخت كې دي په دغو شوراګانوكې د خلكو د استازو نظارتي حق محفوظ او د دوى د امتيازونو او مصئونيت په اړه دې د خلكو د انتخابي غړو په توګه پريكړې وكړي . دغه راز دوى وويل چې دغه قانون دې د ملي شورا د ژمنيو تعطيلاتو له پيل وړاندې تصويب شي او هم يې د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو په ترسره كېدو ټينګار وكړ. ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار د خپلو خبرو په ترڅ كې د ولسواكۍ په برخه كې د ولايتي شوراګانو رول ګټور وباله.، ژمنه يې وكړه چې د سنا مجلس ته د دغه قانون له راتګ سره سم به د دوى غوښتنو ته د قانون سره سم وڅيړي.
دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب د ملي دفاع وزارت د ځانګړې عملياتي فرقې مرستيال، د بغلان ولايت د پوځي څارنوالۍ له رئيس او د تقاعد د خزانو له رئيس سره د خپلوجلا جلا كتنو په ترڅ كې د دوى د كړنو رپوټ واوريد او د امنيت د ټينګښت، د اړوندو قضيو ته د څيړنې، د سالم مديريت د رامنځته كېدو او له مراجعينو سره د ښه چلند په موخه، وستايل او په ورسپارل شويو چاروكې يې د دغو مسئولينو د لا زياتو برياليتوبونو هيله وكړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته