ټولنه

دکابل قندهار په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله نهه تنه ووژل شول .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دکابل قندهار په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله   دښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار داوو بجو په شاوخوا کې دغزني ښار ته څيرمه دروضې  دغاښې  په ساحه کې هغه وخت  رامنځته شوه چې يوه مسافر وړونکي بس موټر له يوه کوچني ګړندي موټر سره  ټکر وکړ .
  دکابل قندهار  دلويې لارې دترافيکو  يوه مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې  ددوو ښځو  او دوو ماشومانوپه ګډون نهه تنه ووژل شول .
  ده دبس موټر دچلوونکي ګړندى تګ ددغې مرګاني ترافيکي پيښې اصلي عامل وباله .
  ديوه باروړونکي  موټر چلوونکې  نعمت الله  چې دغه پيښه  يې ننداره کړې ده وويل دبس موټر  چلوونکې چې قندهار  ته روان و بې احتياطي وکړه او زياته چټکتيا  يې لرله  په  سراچه موټر چې کابل ته روان وخوت .
   دچلوونکو ګړندى  تګ اوبې احتياطي  دکابل قندهار  په لويه لاره کې   دمرګانيو ترافيکي  پيښو اصلي عامل بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته