ټولنه

په ننګرهارکې بې وزلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

٦- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
په ننګرهار کې پنځه سوه اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل .
زياتره دغه کورنۍ د سېلاونو د راوتلو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيات مالي زيانونه لېدلې دي او مرستې ته اړتيا لري .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دې دوره کې په پنځه سوه کورنيو اوړه ،غوړي ، لوبيا ،چاى ، مالګه او د ماشومانولپاره مغزي توکي وويشل شول.
زياتره دغه کورنۍ په سېلاونوکې د دوى د کورونو د ويجاړېدو له امله په ښارونو کې ځاى پرځاى شوي دي .
د ننګرهار ولايت مسوولين وايي چې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته