ټولنه

دمزارشريف ښار ته څيرمه په يوه ترافيکي پيښه کې ددولسو تنو وژل کيدل .

 

کابل باختر دکب څلورمه

 دمزارشريف ښار ته څيرمه په يوه ترافيکي پيښه کې دولس تنه ووژل شول .

 په دې پيښه کې چې دتيرې شپې داووه بجو په شاو حوا کې دمزارشريف ښار په شل کيلومتري واټن  دحيرتانو په دوه لارې  کې رامنځته شوه څه ناڅه دوه ويشت تنه نور ټپيان شول .

 دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مسافر وړونکي بس موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ .

 دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت  آمر عبدالرزاق قادري باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې  دولس تنه ووژل شول او څه ناڅه دوه ويشت تنه نور ټپيان شول

 ده تاييد کړه چې ښځې او ماشومان هم ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دي .

 ويل کيږي چې دغه مسافروړونکې موټر له کابل څخه دمزارشريف ښار ته روان و چې له وژونکي ترافيکي پيښې سره مخامخ شو .

 په همدې حال کې دمزارشريف ښار  دحوزوي روغتون ډاکترانو ددغې پيښې دڅه ناڅه پنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .

 دترافيکو مسوولين له اندازې زيات دوسايطو ګړندي  تګ دچلوونکو بې احتياطي او دواټ خرابوالي او دسور کمښت دکابل مزارشريف  په لويه لاره کې دترافيکي پيښو اصلي لامل  بولي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته