پلخمري باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د چرګانو د انفلونزا ناروغۍ د مخنيوي په خاطر پرون د بغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو په رياست کې د دولتي ادارو د رييسانو او د فارمونو د خاوندانو په ګډون غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې لومړى دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رئيس عبدالوهاب خير زاده د موضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د کرنې رياست منسوبين، د فارمونو خاوندان او د بغلان ولايت ټول خلک ستر مسووليت لرو چې د چرګانو انفلونزا د خپريدو د مخنيوي په لاره کې همکاري وکړو.
وروسته د دولتي ادارو رييسانو او د فارمونو خاوندانو د چرګانو د انفلونزا ناروغۍ د مخنيوي د لارو چارو په باب خبرې وکړې.
په پاى کې د کرنې، عامې روغتيا، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د همکارو موسسو د استازو په ګډون يوه کاري ډله جوړه شوه چې د چرکانو د انفلونزا ناروغۍ د مخنيوي په خاطر اړيکه ونيسي چې د دغې ناروغۍ د خپريدو مخه ونيول شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختوکې دچرګانو دانفلونزا دناروغۍ په شان يوه ناروغي د بغلان ولايت په يوشمېر سيموکې ليدل شوې ده او د چرګانو د فارمونو خاوندان له دې پلوه انديښنه لري.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل