سیاست

حامدکرزي: طالبان دې د عامو او بیګناه خلکو وژنه بنده کړي

٢٨-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ په نوي بازارکې هغه ځان مرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې زموږ ۳۶ تنو  بې ګناه هېواد والوته  مرګ ژوبله وا وښته.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دېاړوند د جمهوررييس دويندوى دمطبوعاتي دفترله لارې د باختراطلاعاتي اژانس ته رسيدلى ويل شوى دى

د هلمند د والي محمد ګلاب منګل د معلوماتو له مخې، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په نوي بازارکې  پرون له غرمې وروسته د تروریستانو د ځان مرګي برید له امله زموږ ۱۴تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د عامو او بیګناه خلکو وژنه دې بنده کړي.

حامدکرزي د هلمند والي ته لارښووونه وکړه چې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي او د دغې پیښې له ټبیانو سره همدردي او د هغوی د احوالو پوښتنه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې په هلمند کې زموږ د هېوادوالو په مرګ ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی دی، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخواږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټبيانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته