سیاست

ناتو له کابل څخه دامنيتي تړون دلاسليک کولو غوښتنه وکړه .

واشنګتن  باختر د چنګاښ  اتلسمه :
  دناتو سرمنشي  اندرس فوګ راسموسن ويلي دي چې کابل بايد امنيتي تړون چې په افغانستان کې دنړيوالو پوځيانو دشتون برخليک روښانوي  تر راتلوونکي مياشتې پورې لاسليک کړي .
باختراژانس دنړيوالو خبري سرچينو له خولې خبر راکړ،  راسموسن  ويلي دي که چيرې دغه تړون تر راتلوونکي مياشتې  پورې لاسليک نه شي لويديځ متحدين به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي .
دناتو سرمنشي دغه څرګندونې په واشنګتن کې دامريکا دمتحده ايالاتو له جمهور رييس بارک اوباما سره له کتنې وروسته کړي دي
راسموسن دغه راز ويلي دي چې دافغانستان په انتخاباتو کې دتقلب په باب ادعاګانو ژورې انديښنې پيداکړي دي .
دناتو سرمنشي هيله کړې ده چې ددغو ادعاګانو څيړنې به دمنلو وړنتيجه ولري  چې دافغانستان حکومت وکولاي شي  امنيتي موافقه ليک دناتو دغونډې له جوړيدو مخکې لاسليک کړي .
اندرس  فوګ راسمون زياته کړه که چيرې ددغه بهير برخليک دسپتمبر  په مياشت کې  دناتو دمشرانو دغونډې تر جوړيدو پورې روښانه نه شي ناتو به له ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو دروزنې دماموريت په طرحه کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي .
  راسموسن په ټينګار سره وويل چې په افغانستان کې دلسو زرو تنو نړيوالو پوځيانو دشتون لپاره ضروري ده چې دافغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي موافقه ليک او دغه راز دکابل او دناتو د نورو غړو هيوادونو ترمنځ ورته قراردادونه لاسليک شي .
دغه پوځيان به وروسته دڅوکلونوپه بهير کې  په پړاويز ډول  له افغانستان څخه ووځي
دامريکا حکومت پخوا خبر دارى ورکړى و که چيرې دکابل او واشنګتن ترمنځ امنيتي موافقه ليک لاسليک نه شي ټول امريکايي پوځيان به له افغانستان څخه ووځي .
دافغانستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دوو تنو سيالو نوماندانو ډاکتر اشر ف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي دي چې دبرياليتوب په صورت کې به دکابل او واشنګتن  ترمنځ امنيتي او دفاعي موافقه ليک لاسليک کړي .
که څه هم دافغانستان دانتخاباتو دنتيجو اعلام له ډب سره مخامخ شوى دى خو هيله کيږي چې دافغانستان منتخب  جمهور رييس دلوړې مراسم دزمري دمياشتې په لومړيو وختو کې پرځاى کړي  او  د حامدکرزي ځاى ناستې په کار پيل وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته