امنیت

جمهوررييس کرزي : دهيواد دملي امنيت منسوبين ددې خاوري حقيقي ساتندويان دي

کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دهيواد مرکز اوولايتونو دملي امنيت دلوى رياست له رييسانو اومسوولينوسره په کتنه کې وويل  دهيواد دملي امنيت منسوبين ددي خاوري حقيقي ساتندويان دي .باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه دهيواد  جمهوررييس  دملي امنيت دلوى رياست دمرکز او و لايتونو درييسانو او مسوولينو دسيمينار  برخه والو ته دبرياليتوب دهيلي په ترڅ کې وويل  زما هيله دا ده چې تاسي دخپلواکي  اودخلکو د ژوندانه ساتندويان واوسي  ځکه دا زموږ دټولو ديني او انساني دنده ده .

جمهوررييس دپخواني شوروي تيري  اودافغانستان په خلکو دخاد داستخباراتي سازمان ظلم  اوځورونې ته په اشاري سره وويل    زموږ دملت هيله دا ده  چې  نه يوازي پخواني سختي ورځي تکرار نه شي بلکي تاسي   دټول ملت  اودافغانستان دخلکو دکورونو ساتندويان واوسي  چې خلک نور  دناحقو نيونواو ځورونې له امله  په ويره اوډار کې  ونه اوسي .

حامدکرزي وويل  دخلکو ژوندانه اودهغوي بشري حقوقو ته پاملرنه  ولري ځکه زموږ خلکو دبهرنيو ځواکونوله خوا او هم د حکومت له خوا زياتي ستونزې ګاللي دي .

دهيواد جمهوررييس دملي امنيت  لوى رييس اوددغه رياست مرستيالانو ته لارښوونه وکړه  چې دهيواد په ملي امنيت کې دځوانانو په استخدام او دهغوي په ښوونه او روزنه کې جدي پاملرنه وکړې چې دوي وکولاي شي دهيواد چاري په برياليتوب سره په اوږو واخلي .

وروسته دملي امنيت دلوى رياست مرستيال غلام حسين فخري  دنورو په استازيتوب دملي امنيت دلوى رياست  دمرکز اوولايتونو درييسانو اومسئولينو ددوه ورځنې سيمينار دنتيجو په باب چې دهيواد داطلاعاتي سازمان دظرفيت او ځواکمنيو  او دغه راز داطلاعاتي  کړو وړو ، مستندکولو  اوله بيلابيلو ګواښونوسره دمقابلي دڅيړنې په مقصد جوړشوي و معلومات ورکړل .

ده زياته کړه  په دې دوه ورځنې سيمينار کې مو هلې ځلې وکړې  چې  له اوسنيو حالاتو اوشرايطو سره سم  دکار ډيره مناسبه لاره تشخيص  کړو ، دهيواد پالني انګيزه پياوړي کړو  اودبشردحقوقو درعايتولو، دهيوادوالو دخصوصي حريم او دهغوي داساسي حقوقو په باب خبري وکړو.

فخري دغه راز وويل  موږ په دي باب چې څه ډول  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهيرکې  خپله ملي واکمني ، دروغي جوړي  اودبيا ادغام بهير وساتو اوپياوړي کړو خبري وکړې.

 ده  وړانديز وکړ چې دملي امنيت لوى رياست دي دهيواد په اوسنيو نازکو حالاتو کې وزارت ته لوړ کړاي شي .

په پاى کې  جنرال عبدالصبور دنورو په استازيتوب دافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې   دهيواد  دازادي  ، ملي ګټو  ،  ځمکنې بشپړتيا اودملي واکمنې دساتني لپاره دملي امنيت دمنسوبينو ژمنه نوي کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress