سیاست

موسى زى : افغانستان به هيڅکله دنوروپه اشاره دسيمې له هيوادونو سره خپلې اړيکې تامين اويا ونه شلوي .

کابل باختر دوري لسمه
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې قطر ته دحامدکرزي دسفر ، تاجکستان ته دبهرنيو چارو دوزير دسفراو دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو په باره کې خبريالانو ته معلومات ورکړل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيوچارووزارت ويندوى جانان موسى زى په دې خبري غونډه کې وويل، جمهور رييس حامدکرزي په قطر کې ددغه هيواد له امير سره ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکارۍ او اړيکو دپياوړتيا . ، دسولې دبهير او دسولې دخبرو دترسره کولو لپاره د دفتر جوړولو په باب خبرې کوي .
موسى زى  زياته کړه: دبهرنيو چارووزير داسيايي  همکاريو دخبرو دبهرنيو چارو دوزيرانو له يوولسمې غونډې ترڅنګ  دتاجکستان له جمهور رييس امام علي رحمان سره تاجکستان ، افغانستان او پاکستان ته د قرغزستان دبريښنا دليږدونې او دترکمنستان  ، افغانستان او تاجکستان داوسپنې پټلۍ د پروژو په باب خبرې وکړې .
دده دڅرګندونو له مخې، ده دغه راز دکويت دصدراعظم له مرستيال او دبهرنيو چارو له وزير شيح صباع خالد ال  احمد ال صباع   سره دهمکاريو دپياوړتيا په باب  خبرې وکړې او دکويت لوري تياري څرګند کړ چې په نږدې راتلونکي  کې په افغانستان کې دکويت سفارت پرانيزي
دموسى زى دڅرګندونو له مخې، دبهرنيوچارووزير ددغې غونډې ترخنگ  دقزاقستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل او دمرکزي اسيا دهيوادونو دبهرنيوچارودوزيرانو ددريم کنفرانس دجوړولو په باب خبرې کړي دي .
  موسى زى دافغانستان  او پاکستان ترمنځ داړيکوپه باب وويل چې له بده مرغه پاکستان دهرې ورځې په تيريدو سره په افغانستان کې دمسئلو په وړاندې خپل دريځ بدلوي  په داسې حال کې چې دافغانستان دولت په بيلابيلو اړخونوکې له پاکستان سره دنږدې او دوستانه اړيکو غوښتونکي دى .
ده ټينګار وکړ چې دغه اړيکې دې بايد متقابلې وي .
موسى زى زياته کړه کله چې پاکستان په دې پوه شو چې دسولې خبرې  دافغانانو په مديريت او مالکيت ترسره کيږي دنه منلو وړ شرطونه يې طرحه کړل
ده په پاى کې وويل چې افغانستان هيڅکله دهيڅ هيواد په اشاره نه غواړي له نورو هيوادونوسره خپلې اړيکې تامين اويا وشلوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته