کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٦نيټه :
د وګړني پاڅون درې تنه غړي تېره شپه دتخار ولايت په ينګي قلعه ولسوالۍ کې شهيدان شول.
د ينګي قلعه په ولسوالۍ کې د وګړني پاڅون قوماندان ملک تاتار باختر آژانس ته وويل چې د وګړني پاڅون دغه منسوبان د ينګي قلعه ولسوالۍ د زردکمر په ساحه کې د دوى په پوستو دوسله والوطالبانو د بريد له امله شهيدان شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې وسله والوطالبانو دينګي قلعه ولسوالۍ د زردکمر او کلايش په سيمو کې بريدونه وکړل او تراوسه پورې جګړه دوام لري او که چيرې کومکي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته ونه رسيږي؛ ددښمن لاسته دينګي قلعه ولسوالۍ د لويدو احتمال شته.
ده زياته کړه چې کلايش يوه ستراتيژيکي سيمه ده او دخواجه بهاالدين، درقد او د دشت قلعه ولسوالۍ له يوې بيلې سره نښلوي او د دغې ولسوالۍ امنيت د تخار ولايت د امنيت په تامينولو کې ډير مهم دى .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل