روغتیا

دعامې روغتيا وزير دروغتيايي ادارو دمسوولينو کارونه وڅېړل

کابل / دغبرګولي ٨مه / باختر :
دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز نن  په يوه غونډه کې  له کروناويروس سره دمبارزې په لاره کې  دروغتيايي ادارو  دمسوولينو کارونه وڅېړل .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې  دبودجې او لابراتوارونو په برخو کې دموجودو چلنجونو اودکرونا ويروس دازمايښت لپاره  دعدلي طب  دپي سي ار دستګاه دفعالولو ، دعامې روغتيا وزارت  دمعيارونو له په پام کې نيولو سره  د کرونا ازمايښت  د ترسره کولو په اړوند  له خصوصي  برخې سره  داړيکو په باب  خبرې اترې وشوې .
دعامې روغتيا وزير دروغتيايي ادارو دکارونو دڅېړنې په ترڅ کې اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه  چې دبودجې دستونزو دلرې کولو په خاطر دې دماليې له وزارت او له نړيوال بانک  سره  خبرې وکړي  چې دغه ستونزه ډير ژر لرې شي .
  دغه راز  دعامې روغتيا وزير  دمرکزي لابراتوارونو څو تنه کارکوونکي چې په خپلو کارونوکې  بې پروايي کړې وه  د مرکزي لابراتوارونو رييس  ډاکټر عاشق الله سعادتي ته  لارښوونه وکړه چې دغه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي .
ختم _ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته