امنیت

ديمګان او جرم په بيځايه شويو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
په بدخشان کې دوروستيو جګړو په پايله  کې په  ١٦٠ بيځايه شويو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول .
  دبدخشان ديمګان ولسوال مطيع الله صميم  باختراژانس ته وويل:  هغه  ٢٧٤کورنۍ چې په يمګان او جرم ولسواليو کې دوروستيو جګړو په پايله کې له خپلو کورونو  څخه وتلو ته اړې شوې وې له پېښو سره دمبارزې  رياست له لوري په  ١٦٠ بيځايه شويو کورنيو يوه اندازه خوراکي توکي لکه اوړه ، غوړي ، بوره او چاى وويشل شول .
هغه وويل: په پاتې بيځايه شويو کورنيو هم دغه خوراکي توکي ويشل کېږي .
  ختم_ شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته