خبرونهټولنه

له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

کابل، د کب ۶مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له پاکستان څخه پرون د ( کب ۵مه) نېټه باندې د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۳۵۰ تنه افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د کندهار ولايت د سپين بولدک  له لارې ۴۳ کورنۍ چې ١٧٣ تنه کېږي او دغه راز د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ چې۱۳۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي،

د سرچینې په  وینا، راستانه شوي کسان د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو ورسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او هم هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته