نړۍ

پا کستان د سرحدي خو نړي بريد په اړوند د ا مريکا د تحقيقا تو نتيجې ردي کړي

دپا کستان اردو د پا کستاني ځواکو نو دپلټنې په يوې پو ستې د نا تو تړون د ليندى د مياشتې د پنځمې نيټې د هوا يې بريد په اړوند د امريکا دڅيړنو نتيجې چې ٢٤ تنه پا کستا ني عسکر پکي ووژل شول په رسمې ډول ردي کړى دى

 د پا کستان اردو اعلام و کړ چې د ا مريکا ار دو دځان ددفاع او له هغه وروسته چې ور باندي بريد وشو د مناسب ځواک په کارولو سره عمل کړې د ا مريکا د متحده ايالاتو له اد عا سره موافقه نه لري

 دپا کستان اردو دغه را ز اعلام و کړ چې پا کستان ته ددغى پيښې د مسو ليت د يوې برخي متو جه کول ناسم ، د نه توجه وړ اود نه منلو وړدي

 دامريکا ددفاع وزارت مقا ما تو د پاکستا ني ځواکو نو اود ا مريکا په مشرۍ د ايتلاف دځواکو نو له خوا نا کافي همغږي دروان کال د ليندى د پنځمې نيټې د بريد سبب بللى دې او ددوشنبې په ورځ يې وويل چې دوي په سلو کې سل ددغو تحقيقاتو ملا تړ کوي

دامريکا ددفاع وزارت ويندوى تورن جان کري اشاره و کړه چې پاکستان په څيړنوکې له ګډون څخه ډډه کړي ده

 پا کستان د نا تو د ځوا کو نو بريد دخپلو عسکرو دعمليا تو په نسبت غبرګون نه بو لى بلکي ددغې پيښې اساسي علت په هرراز عمليا تي اطلاعا توکې د ګډون په خا طر د ايتلاف ما ته بو لى

دپا کستان دولت ددغه بريد په غبرګون کې له پا کستان څخه افغانستان ته د نا تو د تدارکا تو دوه اصلى لاري وتړ لى اود ا مريکا له پرسو نل څخه يې وغو شتل چې په بلو چستان کې دشمسي هوا يې اډه تشه کړى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته