سیاست

جمهور رئیس غني: زموږ له لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دا دی چې د هېواد اتباع ځواکمن او هغوی ته خدمات وړاندې کړو

کابل باختر د وري اتلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اتباعو د میثاق په اړه نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د افغانستان نړیوالو همکارانو او یو شمېر دولتي چارواکو هم حضور درلود، لومړی د اتباعو د میثاق په باب خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د اتباعو میثاق د اتباعو د ځواکمنۍ او هغوی ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د دولت ژمنه وه چې د افغانستان د حکومت له خوا د لندن کنفرانس ته په وړاندې شوي سند کې په دغه نومه یاد شو.
جمهور رئیس غني په دې غونډه کې وویل چې زموږ له لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دا دی چې د هېواد اتباع ځواکمن او هغوی ته خدمات وړاندې کړو.
بیا، نړیوالو همکارانو د ټولنیز مصئونیت په برخه کې د خپلو پروګرامونو او مرستو په باب خبرې وکړې او د اتباعو د میثاق په اړه یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې موږ د افغانستان ښارونه او ولسوالۍ په پنځو کتګوریو یعنې په لویو ښارونو، ښارونو ته په نږدې پرتو ولسوالیو، د لویو لارو په اوږدو کې پرتو ولسوالیو، د طبیعي سرچینو لرونکو ولسواليو او سرحدي ولسوالیو ویشلي دي.
ده د لویو ښارونو په اړه وویل چې په دغو ښارونو کې فساد خپل وروستي پړاو ته رسېدلی دی، بې وزلي لا بی وزله شوي دي او د کلیو په پرتله لا ډېر زیان منوونکي دي.
جمهور رئیس ښارونو ته د نږدې پرتو ولسوالیو په اړه وویل چې د دغو ولسواليو او ښارونو ترمنځ اړیکې کمزورې دي. په تېر کې د ښارونو بازارونو خپل مالونه او د اړتیا وړ توکي ښارونو ته د نږدې پرتو ولسوالیو له تولیداتو څخه ترلاسه کول خو نن تولیدات له بهر څخه واردیږي او په عین حال کې د ښارونو او ښارونو ته د نږدې پرتو ولسوالیو ترمنځ اجتماعي اړیکې کمزورې شوې دي.
جمهور رئیس غني لویو لارو ته څېرمه د پرتو ولسوالیو په اړه وویل چې په دغو ولسوالیو کې د ترانسپورت امنیت کمزوری شوی دی او د ترانسپورت زياتره خاوندان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د دغو ولسوالیو خلک په بشپړه توګه په حاشیه کې ژوند کوي.
د افغانستان جمهور رئیس د طبیعي سرچینو لرونکو ولسوالیو په باب وویل چې د دغو ولسوالیو خلک د دې هېواد تر ټولو بې وزله خلک دي،او ځینې طبیعي سرچینې چې په دغو ولسوالیوکې موجودې دي قاچاق او په غلا وړل کیږي.
دغه راز جمهور رئیس غني د سرحدي ولسوالیو په اړه وویل چې په دغو ولسوالیوکې کارونه نه دي ترسره شوي او په بشپړه توګه په حاشیه کې پاتې دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې غونډه کې د غنمو د پالیسۍ او دا چې څه څرنګه، په ډول ډول تولیداتو سره د غنمو ارزښت زیات شي هم خبرې وکړې.
ده وویل چې دولت ستونزې په نخښه کړي دي او د حل لپاره یې ژمن دی چې په همدې خاطر یې د لندن په کنفرانس کې د اتباعو د میثاق د پروګرام رامنځته کېدل پیشنهاد کړل.
جمهور رئیس غني په دې باندې په ټینګار سره چې افغانستان د دا ډول پروګرام د پلي کولو ظرفیت لري، وویل چې موږ په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، هڅه کوو چې دغه پروګرام د موجود ظرفیت له مخې طراحي شي او د هغه د پلي کېدو لپاره دغه ظرفیتونه سره منسجم او په کار واچول شي.
د دغې غونډې په پای کې د افغانستان نړیوالو همکارانو د اتباعو د میثاق ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې دوی به په دې لاره کې د افغانستان له دولت سره همکار او ملګري واوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته