د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمود احمدي نژاد تېره شپه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي ته د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د عاشورا په ورځ په کابل ښار کې د تروریستي برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر خپله غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه.
همداراز احمدي نژاد د افغانستان- پاکستان او ایران دمشرانو ددرۍ اړخیزو ناستو پر غيزمنتوب باندې د ټینګار په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغو هېوادونو دمشرانو درې اړخیزه غونډه دې ډيرژر جوړه شي.
حامد کرزي د ډاکټرمحمود احمدي نژاد د غمشریکۍ له امله مننه وکړه، د افغانستان- پاکستان او ایران د مشرانو د درۍ اړخیزه غونډه وړاندیز یې ومانه او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پراختیا د افغانستان د بهرني سیاست په محور کې ځاى لري او افغانستان تیار دی چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.