سیاست

د لغمان والي او د دغه ولايت يو شمير سيمه ييزو مقاماتو له محمد کريم خليلي سره وکتل.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دلغمان والي او ددغه ولايت يو شمير سيمه ييزو مقاماتو او مخورو نن  له غرمې وروسته  دجمهور رييس له مرستيال او له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې  له رييس محمد کريم خليلي سره  وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
په دې کتنه کې چې په  ولسي جرګه کې دلغمان دخلکو يو شمير استازو او ددغه ولايت   د ولايتي شورا رييس او غړو هم ګډون   درلود ، برخه والو د  لغمان   ولايت د خلکو دسيمه ييزو ستونزو په باب د جمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل او ددغه ولايت دخلکو دستونزو او اړتيا دحل کولو په لاره کې يې د اړوندو  ادارو دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دسيمه ييزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې :  دلغمان ولايت په عمده توګه يو کرنيز ولايت دى خو دپسرلي دسيلاونو اودسيندونو دڅپانده کيدو په ګډون طبيعي پيښو ددغه ولايت خلکو ته تل ستونزې پيدا کړي دي .
دلغمان والي د يو شمير هغو کورنيو دستونزو د څيړنې او حل کولو په لاره کې چې د طبيعي پيښو له   امله   زيانمنې شوي  دي له   پيښو سره   د مبارزې د  ملي ادارې دمرستو   او همکاريو له امله قدرداني وکړه.
ده دغه راز وويل :  دهغو څيړنو له مخې چې ترسره شوي دي په   تيروکلونو کې په دغه ولايت کې دطبيعي پيښو له امله نږدې نهه زره څلور سوه کورنۍ زيانمنې شوې دي  چې مرستې  او همکارۍ  ته اړتيا لري.
دوى دبريښنا  انرژۍ کمښت د باد پښ ولسوالۍ دسړک او د  دغه ولايت  په  يوه سيمه کې ديوه پله نه  جوړيدل دلغمان ولايت د اوسيدونکو سيمه ييزې ستونزې وبللې او د دغه ولايت داليشنګ او الينګار دسيندونو په غاړو کې د  استنادي ديوالونو دجوړولو لپاره يې د اړوندو ارګانونو دپاملرنې غوښتنه هم وکړه .
دلغمان والي او ددغه ولايت مخورو د جمهور رييس مرستيال ته بلنه ورکړه چې    
په يو مناسب وخت کې  دې دغه ولايت ته سفر  وکړي .
ورپسې دجمهور رييس مرستيال او له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې  رييس محمدکريم خليلي د کتنې برخه والو ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې څرګنده کړه چې  د دغې کميټې دغونډې په جوړولو سره په لغمان ولايت کې د طبيعي پيښو له امله زيانمنو شويو کسانوته د مرستې دبرابرولو لپاره لازمې څيړنې ترسره کړي او مسوولو ادارو ته  په دې اړوند لازمې لارښونې  وکړي .
ده  دلغمان ولايت ته دجمهور رييس دمرستيال دسفر لپاره  د دغه ولايت دخلکو دبلنې له امله دمننې دڅرګندونو په ترڅ کې وويل  چې دبادپښ ولسوالۍ دسړک او په لغمان ولايت کې د اړتيا وړ پله  د جوړولو په برخه کې ددغه ولايت دخلکو دستونزو او اړتياو دڅيړنې لپاره د لغمان دوالي او ددغه ولايت دمشرانو وړانديز به د اړوندو ادارو له   لارې تعقيب کړي  .
دجمهوررييس مرستيال دلغمان ولايت دسيمه ييزومسوولينو او مشرانو دغوښتنو  په څيړنې  باندې دټينګار په ترڅ کې د دغه ولايت دمشرتابه هيت کړه  وړه  وستايل او څرګنده يې کړه چې خلکو ته  په خدمت کې دسيمه ييزو مسوولينو  همکاري  او همغږي کولاى شي د  هيواد د بيلابيلو  ولايتونو اوسيدونکو زياته   برخه  ستونزې کمې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته