نړۍ

دپاکستان دمسلم ليک ګوند سيمه ئيز مشر ووژل شو .

کراجي  باختر د سلواغي څلورمه
دنواز دڅانګې دمسلم ليک ګوند يو سيمه ئيز مشر نن سهار له خپل پلار سره دپاکستان په کراچې ښار کې ووژل شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، وسله والو کسانو دمسلم ليک ګوند دسکرتر مياتيمور دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې چې دده او دده دپلار دوژل کيدو سبب شوې .  مړي يو خصوصي روغتون ته ليږدول شوي دي او دمسلم ليک يو شمير فعالينو ددغو کسانو دوژل کيدو پرخلاف غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړ او هغه يې وغندل .
مظاهره کوونکو ټايرونو ته په اور اچولو سره واټونه وتړل او ځينو اعتراض کوونکو هوايي ډزې  وکړې .
دجيو نيوز دخبري سايت دخبر له مخې، پرون هم په کراچي ښار کې دقصدي وژنو په ډزو کې ديارلس تنه ووژل شول او پوليس په ښار کې د سولې په تامينولو او دښار په کنترولولو کې ناکام پاتې دي .
  په کراچي ښار کې ناارامي او قصدي وژنې له څو کلونو راپديخوا  دوام لري چې سلګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او دپاکستان حکومت هم په دې نه دى بريالي شوي چې په دغه ښار کې سوله او ارامي تامين کړي او دقصدي وژنو مخه ونيسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته