-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
دکابل ښار په يوه جومات کې دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او ١٦ تنه نور ټپيان شول .
وژل شوى سړى يومشهور ديني عالم او ددغه جومات ملا امام مفتي مولوي ريحان و .
چاودنه دجمعې دلمانځه داداکولو په درشل کې دکابل ښار په نهمه ناحيه کې وشوه .
په کابل کې يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ديني عالم مولوي ريحان وژل شوى او ١٦ تنه نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي .
بم په ښکاره دجومات په دننه کې ځاى پرځاى کړى شوى و .
په کابل کې روغتيايي مسوولينو ددغې چاودنې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چاپرغاړه نه دى اخستى .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل