کابل باختر د مرغومي اوومه :
په هرات ولايت کې د فوټبال د غوره ليګ د بېرته راتلو پړاو سيالۍ نن په يوې لوبې سره پيليږي .
د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د اتفاق ټيم د انصاري له ټيم سره لوبه کوي.
د نوروزي د څرګندونوله مخې: د هرات د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون په هرات ښارکې له څو مودې را پديخوا پيل شوې دي چې د تلو پړاو سيالۍ درې ورځې مخکې پاى ته ورسيدې او له نن څخه دبېرته ستنيدو پړاو پيليږي .
9 د یوې دقیقې څخه لږ