سیاست

فضل هادي مسلميار له يو شمير دولتي چارواکو سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د ننګرهار ولايت دملي امنيت له رييس  بريد جنرال ګل نبي  او ددغه رياست له نورو چارواکو سره وکتل .

 دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ .

 په کتنه کې  دمشرانوجرګې رييس دننګرهار ولايت امنيتي حالت قناعت   بخښوونکي وباله او وي ويل چې دامنيتي منسوبينو دهڅو او هاند او دخلکو دهمکاري له امله امنيتي حالت مخ په ښه والي دى .

 دغه راز ده هيله وکړه چې  افغان امنيتي ځواکونه به په خپلو مسلکي زده کړو سره له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په مستقله توګه دخپل  هيواد دحريم دفاع وکړي .

 دسنا مجلس رييس دخبرو  په ترڅ کې وويل چې زموږ خلک په  اوسنيو شرايطو کې دسولى ، امنيت ، ثبات او تيکاو تامينولو  ته اړتيا لري او دهروګړي  او په تيره بيا دامنيتي  ځواکونو وجيبه ده چې د هيواد په ساتنه کې خپل ملي او ديني  پور اداکړي .

  په پاى کې دمشرانو جرګې  رييس دننګرهار ولايت دملي امنيت دمنسوبينو  دخدمتونو په درناوي دمشرانو جرګې  ستاين ليکونه دوى ته ورکړل .

 ديوبل خبر له مخې، دانجنير  احمد جاويد  روف په مشري د مواصلاتو اومخابراتو دکميسيون هيئت پرون دکابل دنوى ښار دپرمختيا داداري دمشرتابه هيئت  او د ځينو اړوندو دولتي چارواکو په ملګرتيا په ده سبز کې  دنوى کابل ښار دجوړولو دکار بهير وکوت .

 په دې کتنه کې دکابل دنوى ښار  دپرمختيا داداري رييس   ديپلوم انجنير  غلام سخي  حسن زاده ددغې ستري  ملي او انکشافي پروژې دکار په  باب معلومات وړاندي کړل او وي ويل چې دغه اداره له  ١٣٨٥ کال راپديخوا له اړوندو کورنيو اوبهرنيو ادارو او په تيره بيا دجاپان له جايکا موسسي سره په همغږي  کې په دې لاره کې  فعاليت کوي او ددغه ښار ماستر پلان دهغه له تطبيقي طرحې سره جوخت په  ١٣٨٨ کال کې دوزيرانو شورا له خوا تاييد شو وروسته  څلور سوه زرو تنو ته په دريو پنځه کلنو پړاونوکې  ، پړاو په پړاو د ماستر پلان دتطبيق طرحه برابره شوه چې په لومړي پړاوکې داستوګنې دامتيازو واحدونو  دبرابرولو، دباريک آب دتجارتي  او زراعتي زون  ددريمې  برخې دپراختيا ، داساسي بنسټونو دپراختيا ، داوسنيو کليو دساتنې او پراختيا ،مرکزي پارک ،  شنه  کمربند  او ددويم او دريم پړاو د پلان جوړولو په ګډون پنځه ستر پروګرامونه ترلاس لاندې دي .

  وروسته دکابل د نوى ښار دلومړي او دويم  پارسل  ساحې وکتلي  چې دمسوولينو له خوا د نخچي  له مخې توضيحات وړاندي شول او هم دغه هيئت دباريک اب امتحاني زراعتي فارم چې دسلو کيلو مترو مربع په مساحت دده سبز په شمال کې دى وکوت چې دمسوولينو دڅرګندونو له مخې  چې په خپل وخت کې کم پيداکيدونکو محصولاتو يې دکابل او دهغه دنوي ښار داوسيدونکو اړتياوي لري کړي .

 ددغې کتنې په پاى کې دهيئت رييس دنورو په استازيتوب ژمنه وکړ چې ددوى له خوا وړاندي شوي نظريې او ستونزې  به له دوبنيو  رخصتيو وروسته له اړوندو چارواکو سره طرحه کړي .

 دغه راز د ښځو او ماشومانو په وړاندي دتاوتريخوالي  دزيان پيژندنې دملي کنفرانس  اجندا او وخت  چې ټاکل شوې ده دمشرانوجرګې د ښځو دچارودکميسيون په بلنه جوړ شي مشخص شول .

 په هغې  کتنه کې چې دښځو دچارو دکميسيون  درييس سناتورې صديقې بلخي  په مشري جوړه شوه دښځينه  سناتورانو  په ګډون سربيره د مشرانوجرګې  لومړي نايب محمد علم ايزديار  او دمشرانوجرګې ددارالانشا  لوى رييس محمد کاظم ملوان ، دوزارتونو ځينو معينانو او دحقوقي او مدني  مرکزونو استازو او د ښځو او ماشومانو د حقوقو  فعالينو ګډون کړي و له کارپوهانه  خبرو  دکاري کميټو له ټاکنې او داجندا له تشخيص وروسته  وتپيل شوه چې دغه کنفرانس  دى داړوندو وزيرانو ، دنظر دخاوندانو  او دحقوقي  مدني مرکزونو داستازو په ګډون دغبرګولي  دمياشتې په وروستيو  وختو کې په کابل کې جوړ شي .

 دغه راز په هغو خبرو کې  چې دبرخه والو له خوا  وشوې  ددغه  شان کنفرانس دجوړولو داړتيا ، ددغو زيانونو دپيژندنې، دعلتونو او عواملو ، دپريکړه ليک په صادرولو او د ښځو او ماشومانو په وړاندي د ورځ په ورځ زياتيدونکي تاوتريخوالي په مخنيوي  کې د حقوقي او دمدني  مرکزونو په پاملرنې باندې ټينګار وشو .

 په خبرو کې  دجګړو ددوام له امله په ټولنه کې درواني ناروغيو خپريدل او له بشر حقوقو څخه له سرغړونکو سره دځينو زبرځواکوملاتړ ،  بي وزلي او  وزګارتيا  ،بيسوادي او نور عوامل دټولنې ددغو دوو زيان منوونکو  قشرونو  ښځو او ماشومانو  پرخلاف د ډير زيات تاوتريخوالي  نور عوامل وبلل شول چې په تيرو وختونوکې زياتره موارد يې د رسنيوله خوا خپاره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته