امنیت

د طالبانو یو مشهور قوماندان په تخار کې ووژل شو

تخار / د غبرګولي / ۱/ باختر
د طالبانو یو مشهور قوماندان د تالقانو په چشمه شیر کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
په بلال مشهور حقنواز تېره شپه د تالقانو په چشمه شیر ساحه کې په داسی حال کې چې د پوځیانو پر پوستو د برید نیت یې درلود پرې برید وشو او ووژل شواو درې نور ملګري یی ټپیان شول .
د تخار د امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ او ویی ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمنانو د برېدونو د ځپلو لپاره بشپړ تیاری لري او نه پرېږدي چې دوی خپلو هدفونو ته ورسېږي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته