ټولنه

دکار او ټولنيزو چارو وزارت وياند : دپنجشنبې ورځې رخصتى نه دي .

کابل /دمرغومي  ٢٥مه / باختر :
دکار اوټولنيزو چارو وزارت وياند وايي چې دپنجشنبې  ورځې رخصتى نه دي
دکار اوټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح احمدزي چې په دې اړونديې  دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل: هغه څه چې په کابل ښار کې دپنجشنبې  دورځو درخصتې په باره کې  په ټولنيزو  شبکو کې خپاره شوې   دي کاذب  اطلاعات دي او حقيقت نه لري .
دپنجشنبې  ورځې دپخوا په شان رسمي ورځې  دي .
مخکې له دې دټوليزو شبکو کارکوونکوخبرورکړي ووچې کابينې  په قاعده کې  په کابل کې  دپنجشنبې  دورځو له رخصتيو سره موافقه لري.
دژوندانه دچاپيريال ساتنې ادارې له حکومت څخه غوښتي و چې په کابل کې دهوا دککړتيادکمښت په خاطردې دپنجشنبې ورځې  دژمي ترپاى پورې رخصتى اعلام کړي خو دکار اوټولنيزو چارو وزارت وياند دغه اطلاعات درواغوډک  بولي او وايي چې دپنجشنبې  ورځې رخصتى نه دي .
ختم_مدينه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته