امنیت

شپږطالبان په قندهار کې ووژل شول

دقندهار ښار / د مرغومي ٤مه / باختر :
شپږ وسله وال طالبان په قندهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول.                                    په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دخاکريز ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوى په  پټنځي         بريد وشو .
دهېواد په  جنوب کې  داتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي په دې بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او ددوى پټنځى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې  اوله منځه يوړل شو.
دخبرونوله مخې ؛ وسله وال طالبان ديولړ نويو برېدونو په طرحه کولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ديوبل خبرله مخې ؛  پوليسو دقندهار له ګڼ مېشتولارو څخه  د٨  ماينونو په کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عامل بلل شوي دي .
  پاى   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته